اسعد اباد (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰): د کونړ مسوولین وايي چې خلکو د پخواني نظام د ځينو چارواکو پر ضد ۵۶ عريضې ثبت کړې دي، خو وايي چې هڅه کوي دغه مسئلې د افغاني دود له مخې هوارې کړې.
د کونړ امنیې قوماندانۍ مرستیال محیب الله عمر پژواک ته وویل چې د خلکو له خوا د تېر نظام د يو شمېر مسوولینو پر ضد يوازې دوی ته شاوخوا ۳۰ عريضې ور وړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه خلک ادعا کوي چې د پخواني نظام ځينو چارواکو له دوی په بېلابېلا نومونو بډې اخيستې دي.
د عمر په وينا چې په يادو مسوولینو کې د تېر نظام وکيلان، ملکي او پوځي چارواکي شامل دي چې ځينو يې ترلاسه کړې پيسې بېرته خلکو ته حواله کړې دي.
د کونړ د استیناف محکمې رییس مولوي عزیزالرحمن حقاني هم په دې تړاو پژواک ته وویل چې د خلکو ادعاوې دا دي چې د تېر نظام چارواکو له دوی د بندیانو د خلاصون، د بند مودې راکمولو او په جنایي موضوعاتو کې د همکارۍ په موخه پیسې اخيستې دي.
د سرچينې په وينا، خلکو په تېرو پنځو میاشتو کې امنیې قوماندانۍ ته ۳۰، استیناف څارنوالۍ ته شپږ او محاکمو ته ۲۰ عريضې وړاندې کړې او ادعا يې کړې چې د تېر حکومت نظامي او ملکي مسوولینو له دوی څخه پيسې اخيستې.
حقاني زیاتوي چې د ا.ا.ا مشرتابه د عفوې فرمان ته په پام سره دوی د تېر نظام پر مسوولینو د رشوت او اختلاس ادعاوې په رسمي ډول نه دي تعقيب کړې، خو د دود له مخې يې د دواړو لورو په موافقه دغه موضوع د جرګو او مرکو له لارې تعقيب او د حل لار يې لټوي.
د کونړ د استيناف څارنوالۍ سرپرست رییس محمد سلام دروېش هم پژواک ته وویل چې د خلکو له خوا پر څارنوالانو عریضي شوې او ادعا کوي چې د تېر نظام پر مهال یې په دوسیو او قضیو کې د مرستې په نوم له دوی پیسې اخیستې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP