Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سالنګ لویه لار د واورې اورېدو له امله د ټېلري موټرو پر مخ وتړل شوه

چاریکار (پژواک، ۲۷ جدی ۱۴۰۰): د سالنګ لویه لار چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي، د واورې اورېدو او توپان له امله د ټېلري موټر پر مخ تړل شوې ده.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، دا مهال د سالنګ په سوېل کې واوره اوري او دغه راز ‎په شمالي سالنګ کې هم د واورې د اورېدو او توپان وړاندوینه شوې ده او دغه اورښت به تر یوې بلې ورځې هم دوام ولري.

د دغه ریاست اجرائیوي رییس سمیع ولي زاده له موټر چلوونکو غوښتي چې له دې لارې د تېرېدو پر مهال ترافیکي قوانین په جدي ډول مراعات کړي.

دغه لویه لاره د هندوکش له لوړو غرونو د پروان او بغلان ولایتونو ترمنځ د‎ ۲،۷ کیلومتره اوږد تونل له لارې تېریږي.

په ژمي کې له دې لویې لارې تېرېدل له خطر سره مخ وي.

د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په میاشت کې په جنوبي سالنګ کې د واورې ښوېیدو او توپان له امله شاوخوا ۱۷۰ کسان مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.