Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بهسودو کې د “علي پور” د وسلو او مهماتو دوه زېرمې کشف شوې دي

کابل (پژواک، ۲۷مرغومی ۱۴۰۰): د استخباراتو ریاست وایي، امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د "عليپور" د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.

سرچینې پر خپله ټويټرپاڼه د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې د دغه ریاست د ځانګړې قطعې له خوا په یادو ترسره شوو عملیاتو کې له دغو پټنځايونو يوه اندازه سپکې او درنې وسلې، يو پوځي موټرسايکل، کمرې، لاسي بمونه، په زرګونو مرمۍ او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.

عبدالغني عليپور چې مخکې د نامسوولو وسله والو په درلودو، په لارو کې د باج اخیستو او د خلکو پر ځورونه تورن و، د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ په څلورمه امنیتي ځواکونو په کابل کې ونیو، خو وروسته د پخواني ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت خوشی شو او ژمنه یې وکړه چې وسلې به یې ثبتوي او دولت ته به یې سپاري.

خو د راپورونو له مخې، د هغه وسله والو د تېر کال د کب میاشتې په ۲۹مه د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه وغورځوله.

دا مهال څرګنده نه ده چې علیپور چېرته دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.