ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي د ناروې له سفیر سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې

حامدکرزي د ناروې له سفیر سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې

author avatar
18 Jan 2022 - 11:17
حامدکرزي د ناروې له سفیر سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې
author avatar
18 Jan 2022 - 11:17

کابل (پژواک، ۲۸مرغومی ۱۴۰۰): پخواني ولسمشر حامدکرزي په کابل کې د ناروې له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

د پخواني ولسمشر حامدکرزي مطبوعاتي مسوول یوسف سها د مرغومي په ۲۸مه پژواک ته وویل چې دغه لیدنه تېره ورځ شوې.

هغه زیاته کړه چې کرزي د ناروې له سفیر اندریس لیندمن سره د روانو حالاتو او د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې وکړې .

سرچینه وایي چې په دې لیدنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او ټینګښت په اړه تاکید وشو.

پخواني ولسمشر کرزي په داسې حال کې د ناروې هېواد له سفیر سره د اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي چې تېره ورځ د سولې عالي شورا مخکني رییس ډاکتر عبد الله هم د ناروې له سفیر سره لیدلي و او ورسره یې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالو مرستو پر دوام د ټینکار تر څنګ هیله ښودلې وه چې د افغانستان د خلکو لپاره بهتره شرایط رامنځته شي.

Views: 218

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.