کندوز ښار (پژواک،۲۸ مرغومی ۱۴۰۰): حکومتي چارواکي وایي چې په کندوز ولایت کې زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، د یادې ځکمې د بېرته راګرځولو لپاره یوه ځانګړې قطعه جوړېږي.
د کرنې وزارت مرستیال مولوي شمس الدین شریعتي چې کندوز ولایت ته په سفر تللی وایي، هېڅ داسې سند نشته چې تثبیت کړي ځنګلونه او څړ ځایونه دې د اشخاصو اړوند وي.
د هغه په خبره، په تېرو کلونو کې ډېرې دولتي ځمکې غصب شوې او د هغې د بیرته راګرځولو لپاره به یوه نظامي قطعه جوړېږي.
شریعتي وایي:«د یادو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره هڅې روانې دي او د اړتیا پرمهال به له نظامي قوت څخه هم استفاده وشي.»
د کندوز والي مولوي نثاراحمد نصرت وایي، په وروستیو کلونو کې یوازې د دغه ولایت په مرکز کې پنځه زره جرېبه ځمکه غصب شوې ده.
نصرت وایي:« په کندوز کې غصب شوې ځمکې تثبیت شوې او د اړوند چارواکو له پرېکړو وروسته به د یادو ځمکو د بېرته ګرځولو لپاره جدي اقدام وشي.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو کلونو کې په هېواد کې ډېری دولتي او شخصي ځمکې د خلکو له خوا غصب شوې دي، چې مخکني حکومت له ډېرو هڅو وروسته هم د دې ځمکو په بېرته راګرځولو بریالی نه شو.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن