کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): ملګري ملتونه پر افغانستان د بندیزونو لرې کېدو په اړه خبرې کوي، وایي له فرصت څخه په ګټنې باید ښې پالیسۍ او اعتماد را منځته شي، تر څو نړیوال د افغانستان راتلونکي ته هیله من شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورالاینز نن کابل کې د افغانستان د اقتصاد په اړه جوړې شوې یوې ورځنۍ غونډې ته د یادو څرګندونو تر څنګ وویل چې افغانستان کې دې ښوونې ته زمینه برابره شي، د ښځو تعلیم ته دې پاملرنه وشي، پانګوالو ته دې له امنیتي پلوه ډاډ ورکړل شي او د ټولو قومونو مسلکي کسان دې حکومت کې داخل کړل شي، تر څو د افغانستان اړیکې له ټولې نړۍ سره سمې شي.
چارواکي وایي چې په دغه غونډه کې د حکومت مشرتابه، د کابینې غړو، د اقتصادي چارو متخصصینو، د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په نننۍ غونډه کې وویل، د افغانستان د اقتصاد مثبت انکشاف ډېر مهم دی او داسې لارې باید وسنجول شي، چې د دغه هېواد اقتصاد را پورته شي.
هغې وویل:« د دولت عواید ډېری لږ دي او بسنه نه کوي، د بانکدارۍ سکتور ډېر مهم دی. موږ په ملګرو ملتونو کې د مرستو او بندیزونو لرې کولو په برخه کې خبرې کوو.»
دې زیاته کړه چې ملګرو ملتونو نړیوالو ته د انتقالي چهارچوب په نامه یو سند ورکړی، چې له مخې به یې ۸ میلیارد ډالر افغانستان ته راشي، تر څو د افغانستان اقتصاد بېرته عادي حالت ته راوګرځي.
دیبورالاینز وویل چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو په تړاو ډېرې هڅې کړي خو کافي نه دي.
هغې وویل چې افغانستان کې دې ښوونې ته زمینه برابره شي، د ښځو تعلیم ته دې پاملرنه وشي او د ټولو قومونو مسلکي کسان دې حکومت کې داخل کړل شي.
دې پانګوالو ته د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ، ویې ویل چې که دا ستونزې حل شي د افغانستان اړیکې به له ټولې نړۍ سره سمې شي.
د دې په وینا، اوس یو فرصت را منځته کېدای شي، ځکه سوله او امنیت راغلي او باید ښې پالیسۍ او اعتماد را منځته شي، تر څو نړیوال هم د افغانستان راتلونکي ته هیله من شي.
دیبورالاینز وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا د عمومي عفوې اعلان د دې فرصت برابر کړی چې افغانستان ښه لور ته روان شي.
افغان چارواکو هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې.
د افغانستان رئیس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند وویل، هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره ده، نړیواله ټولنه دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او مرستې دې ورسره وکړي؛ ځکه چې د مشروعیت ټول شرایط یې پوره کړي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وویل چې افغانستان له نړۍ سره د اقتصاد محوره اړیکو هڅه کوي او د مالي سرپرست وزیر هدایت الله بدري وویل چې هېواد کې مالي سیستمونه د پخوا په پرتله ښه فعال شوي دي.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن