Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند د برېښنا رييس: د کجکي بند د برېښنا پروژه به ژر بشپړه شي

د هلمند د برېښنا رييس: د کجکي بند د برېښنا پروژه به ژر بشپړه شي

author avatar
19 Jan 2022 - 14:43
د هلمند د برېښنا رييس: د کجکي بند د برېښنا پروژه به ژر بشپړه شي
author avatar
19 Jan 2022 - 14:43

لښکرګاه(پژواک، ۲۹مرغومی ۱۴۰۰): د هلمند د برېښنا رييس وايي چې د يوې ترکي کمپنۍ له خوا د کجکي بند پر درېيو توربينونو کار روان دی او ډېر ژر به د برېښنا کچه سل ميګاواټه زياته شي.

د هلمند د برېښنا شرکت رییس مولوي عبدالحد ایوب پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې د حکومت مشران د کجکي بند ته ځانګړې پاملرنه کوي او پرېکړه يې کړې چې په بېړنۍ توګه دې کجکي ولسوالۍ ته د برېښنا نوي وسايل ولېږل شي.

نوموړي دغه راز وويل:" اوس مهال د ياد ولایت د کجکي بند درې توربینونه ۵۰ میګا واټه برېښنا تولیدوي چې د دغه ولایت د څلورو شمالي ولسوالیو په ګډون مرکز لښکرګاه او کندهار ښار ترې برخمن دي او پر درېيو توربينونو کار روان دی چې په فعالېدو سره به يې برېښنا ۱۵۰ میګاواټو ته زياته شي."

کجکی، سنګین، موسی کلا او ګرشک د هلمند شمالي ولسوالۍ ګڼل کېږي.

هغه وايي چې دغه پروژه د يوې ترکي کمپنۍ له خوا پرمخ وړل کېږي او بشپړېدو ته ډېره نږدې ده.

مولوي ایوب وويل چې د کجکي بند پر نويو توربينونو د لګښت په اړه معلومات نه لري، خو وايي دغه پیسې د حکومت له پراختيايي بودجې څخه ورکول کېږي.

نوموړی دغه راز زیاتوي چې د نويو توربينونو په فعالېدو سره به ناوې، مارجې، نادعلي او ګرمسير ولسواليو ته هم برېښنا ورسېږي.

د هلمند د برېښنا رييس وايي چې دی د کجکي د برېښنا د مشتريانو د شمېر په اړه دقيق معلومات نه لري.

خو وايي چې يوازې په ګرشک ولسوالۍ کې درې زره کورنۍ د کجکي له برېښنا برخمنې دي او ۱۵۰ ميګاواټو ته د برېښنا کچې په لوړېدو سره به دغه شمېر ۲۲زره ته ورسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار د برېښنا رييس مولوي محمد حنیف حمزه د مرغومې په ۱۶مه پژواک ته وويل چې دوی دا مهال په کندهار کې ۸۳ زره ۴۴۲ مشتریان لري چې په منظمه توګه د کجکي له برېښنا څخه برخمن دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.