Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار د کوز کونړ امنیه قوماندان او ۷ ساتونکي یې د یوه بندي د وژلو په تور ونیول شول

جلال اباد (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۰): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت د کوز کونړ ولسوالۍ امنيه قوماندان قاري حنیفي او د هغه ۷ ساتونکي د يوه بندي د وژلو په تور نیول شوي دي.

هغه زیاتوي، امنیه قوماندان او ساتونکي یې تر نظارت لاندې دي او دوسیه به یې ژر د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د معلوماتو له مخې پرون يو بندي د کوز کونړ/ښېوې ولسوالۍ په امنیې قوماندانۍ کې د وهلو او تشدد له امله ساه ورکړې ده.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د مرغومي په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، د کوز کونړ په امنیې قوماندانۍ کې پرون یوه بندي د امنیتي ساتونکو د ناسم چلند او تشدد له امله ساه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه، د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د سیمې د اوسېدونکو د شکایتونو پر بنسټ د دغه بندي د وژلو په تور نن د کوز کونړ امنیه قوماندان قاري حنیفي او د هغه ۷ ساتونکي ونیول.

دی وايي، نیول شوی قوماندان او ۷ ساتونکي یې دا مهال په امنیې قوماندانۍ کې تر نظارت لاندې دي چې ژر به یې دوسیه د څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ده یادونه وکړه چې څه موده وړاندې هم په کوز کونړ ولسوالي کې یو جسد پیدا شوی و چې د کورنۍ له عریضې وروسته یې د وژلو په تور د امنیې قوماندانۍ ۳ امنیتي کسان نیول شوي وو.

نن په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېدله چې یو ټپي کس په کې له خپلو ټپونو مله فریاد کوي او ولاړ کسان ادعا کوي چې دغه کس د کوز کونړ ولسوالۍ د امنیه قوماندان له خوا وهل شوی او ورور یې هم موده مخکې په وهلو وژل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.