ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د درېیو رغنیزو پروژو کارونه پیل شول

لغمان کې د درېیو رغنیزو پروژو کارونه پیل شول

author avatar
20 Jan 2022 - 11:49
لغمان کې د درېیو رغنیزو پروژو کارونه پیل شول
author avatar
20 Jan 2022 - 11:49

مهترلام (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): په لغمان ولايت کې د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت د يوه کانال، استنادي دېوال او يوه سربند جوړولو چارې پيل شوې.

چارواکي وايي، د خوړو نړيوال سازمان د دغو رغنيزو پروژو کارکوونکو ته د کار په بدل کې خوراکي توکي ورکوي.

د لغمان سینديزې فرعي حوزې رييس مولوي شیرجان راشیدي وويل چې د خوړو نړيوال سازمان په مالي لګښت او دMCA  موسسې په تخنيکې همکارۍ د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د يوه کانال، د اوبو د يوه سربند او استنادي دېوال جوړولو کارونه پيل شول.

هغه وویل، د یادو پروژو کارونه د شپږو مياشتو په جریان کې پای ته رسېږي چې ورسره سم به سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

نوموړي د خوړو نړيوال سازمان له مسوولينو مننه وکړه چې په ياده سيمه کې یې د دې پروژو کارونه پیل کړل او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې دې دا ډول نورې پروژې هم تطبيق کړي، څو د خلکو ستونزې راکمې شي.

راشيدي دغه راز د پروژې د تطبيق کوونکې موسسې له مسوولینو وغوښتل چې په کارونو کې د شفافيت ترڅنګ کیفیت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

ځايي اوسېدونکو د يادو پروژو پيل د سيمې لپاره ګټور ياد کړ.

د سيمې يوه قومي مخور ملک نقيب الله وويل چې اوسمهال افغانان کار او خوړو ته اړتيا لري نو نړيوالې ادارې بايد د دې ډول پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کار او غذا اسانتياوې برابرې کړي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.