پل علم (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۰): په لوګر کې د یوې دولتي راډیو په ګډون څلور سیمه ییزې راډیوګانې فعالیت لري، خو د وروستیو بدلونونو او اقتصادي ستونزو له امله له سقوط سره مخ دي.
د دغو رسنیو مسوولین وايي، پخوا یې د ځینو شرکتونو او سیمه ییزو ادارو د اعلاناتو له لارې خپل لګښتونه پوره کول خو اوس د عواید هیڅ سرچینه نه لري.
د لوګر د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنې منشي او د زینت راډیو د خپرونو مدیر شفیع الله افغانزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د رسنیو او خبریالانو اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
هغه زیاته کړه، په هېواد کې د راغلو بدلونونو له امله رسنیو خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ورکړې او لسګونه خبریالان بې کاره شوي دي.
دی وايي، که د خبریالانو ملاتړي بنسټونه او د اوسني حکومت چارواکي د وضعیت د بدلون لپاره لاس په کار نه شي، ښايي په دغه ولایت کې د رسنیو فعالیت ودرېږي.
د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د رسنیو پر فعالیت محدودیتونه لګول بله ننګونه ده چې د رسنیو چلوونکي او خبریالان ورسره مخ دي.
په لوګر کې د ازادو ژورنالېستانو ټولنې رییس مطیع الله سرور پژواک اژانس ته وویل، د طالبانو په مشرۍ حکومت تر اوسه د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ لپاره کومه ځانګړې کړنلاره نه لري.
د ده په خبره، په دغسې یو حالت کې د رسنیو مسوولین او خبریالان نه پوهېږي څه ډول خپلې چارې مخ ته یوسي.
دی وايي، حکومت ته په کار ده چې نه یوازې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت او ملاتړ اړوند ځانګړې کړنلاره جوړه کړي بلکې د رسنیو د چلښت په موخه د مالي سرچینو په برابرولو کې مرسته وکړي.
هغه زیاتوي، اوس مهال په لوګر کې په درېیو خصوصي او یوې دولتي راډیو کې ۵۰ خبریالان په کار بوخت دي خو ۱۰ ښځینه خبریالانې چې د تېر حکومت پر مهال یې په دغو راډیوګانو کې دندې لرلې، اوس پر کور ناستې دي.
د ده په خبره، یاد ټول خبریالان په بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او ان ځیني یې ناقانونه کډوالۍ ته اړ کړي.
یو له دغسې خبریالانو منیراحمد عزیزي دی چې د تېر حکومت له سقوط وروسته اړ شوی په قاچاقي لارو ایران ته لاړ شي.
په خپله عزیزي پژواک ته وویل، له بې کاره کېدو وروسته یې څو میاشتې پرله پسې هڅه وکړه یو کار پیدا کړي او له دې لارې کورنۍ ته نفقه برابره کړي خو چې و نه شوه نو اړه شو له ناقانونه لارو ایران ته لاړ شي.
دی وايي، که د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې ونه شي نو ډېر خبریالان به هېواد پرېښودو ته اړ شي.
د لوګر د اطلاعتو او فرهنګ رییس رفیع الله صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، شک نشته چې اقتصادي ستونزې شته خو دوی دا او ګڼې نورې ستونزې له ولایتي او مرکزي چارواکو سره شریکې کړې دي.
دی وايي: ((خدای مهربان دی، د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د بنیادي حل لپاره به یوه لاره پيدا شي.))
په لوګر کې له پيله ۷ رسنیو فعالیت درلود چې د اتفاق، ملي پیغام او څرک په نومونو راډيوګانې پخوا د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې وې خو درې خصوصي راډیوګانې (زینت، ملي پیوند او مهال) او یوه سیمه ییزه راډیو اوس هم فعالې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP