Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هالینډ ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نیټه ۱۴۰۰) : افغانستان د کرکټ په یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کې هالینډ (نیدرلینډ) ته د ۳۶ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.

ددواړو هیوادونو ترمنځ ددرېیو ورځنیو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربه توب په قطر کې ترسره کیږي. ددې لوبې پچه چې نن ترسره شوه، هالینډ  وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۲۲ منډې جوړې کړې او هالینډ ته یې د ۲۲۳ منډو هدف ورکړ.

 د ملي لوبډلې له لوري حشمت الله شهیدي ۷۳ ، رحمت شاه ۷۰ او عثمان غني ۲۴ منډې جوړې کړې.

د هالینډ لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۸۶ منډو وسوځیدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۳۶ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري راشد خان درې، یمین احمدزي او مجیب ځدراڼ دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

دویمه لوبه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره شي.

د افغانستان او هالنډ تر منځ دا لوبې د کرېکټ د نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه ده چې د ۲۰۲۳ نړیوال جام د غوراوي لپاره کېږي. افغانستان په دې ليګ کې ۳۰ نومرې يا پواينټونه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.