کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د المان پولیس وايي، نهه افغان کډوال یې چې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته داخل شوي وو، نیولي دي.
د راپورونو له مخې، د المان د شتوتګارت ښار پولیسو ویلي چې نیول شوي افغانان په یوه بار وړونکي موټر کې دغه هېواد ته داخلي شوي وو.
سرچینې لیکلي، دغه نهه افغان کډوال چې عمرونه یې ۱۵ تر ۱۶ کلونو دي، هغه مهال ونیول شول چې موټر یې پرون (چهارشنبې) د پولیسو له خوا د تلاشۍ لپاره ودرول شو.
د یاد هېواد پولیسو ویلي چې نیول شوي افغانان د شتوتګارت ښار د ځوانانو ساتنې یوه پنډغالي ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP