کندوز ښار (پژواک، ٢ سلواغه ١٤٠٠): د کندوز امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت پر زندان داعش وسله والو بريد نه دى کړى او تښتېدلي زندانيان هم بېرته نيول شوي دي.
پرون په خواله رسنيو کې ځينې داسې راپورونه خپاره شول چې د کندوز پر مرکزي زندان داعش وسله والو بريد کړى او يو شمېر زندانيان تښتېدلي دي.
خو د کندوز امنيه قوماندان مولوي عزيزالله عمر د سلواغې په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت پر زندان داعش او يا هم کومې بلې وسله والې ډلې بريد نه دى کړى.
دى وايي چې څو ورځې وړاندې د کندوز په زندان کې حقوقي او جنايي زندانيانو اعتصاب کړى وو چې د موضوع د څېړلو لپاره يو حکومتي پلاوى وټاکل شو.
هغه زياتوي، په دې پلاوي کې د ښاري محکمې رييس، د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر، د ولايت مرستيال او د استخباراتو رياست يوه غړي ګډون درلود.
ده وويل: ((کله چې دغه پلاوى زندان ته ورغى او له يادو زندانيانو سره يې خبرې وکړې نو ځينې کسان يې ترې ازاد کړل.))
قوماندان وايي چې د دغو زندانيانو تر ازادېدو وروسته د زندان په يوه بل بلاک کې چې مجاهدين (طالبان) زندانيان دي، هغوی هم پرون پر اعتصاب لاس پورې کړى وو او د خلاصېدو غوښتنه يې کوله.
دى زیاتوي:((کله چې يوه کس د دغو مجاهدينو بلاک ته ډوډۍ وروړله نو دغه مجاهدين له بلاک نه راوتي دي، وروسته بيا د زندان په برج کې ناستو ساتوونکو هم هوايي ډزې کړې دي، خو د دغو زندانيانو له ډلې څخه شپږ کسان يې يوه نږدې کلي ته ورغلي وو چې بېرته نيول شوي او راوستل شوي دي.))
د قوماندان په خبره چې دا مهال د کندوز زندان تر کنټرول لاندې دى او هیڅ ډول ستونزه په کې نشته دى.
Views: 622
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن