کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۰): افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو نړیوال جام سیالیو په یوه لوبه کې زمبابوې ته په ماتې ورکولو سره بل پړالو یا کوارټر فاینل ته لاره پیدا کړه.
دا لوبې تیره اونۍ د ویسټ انډیز په کوربه توب پیل شوې دې، افغانستان سره په ګروب کې پاکستان، زمبابوې او د پي این جي لوبډلې دي.
افغانستان ددې مهمې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۶۱ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۲۶۲ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان لپاره لوبډلمشر سليمان ساپي د سليزې په وهلو سره ۱۱۱ منډې وکړې. د ده تر څنګ ننګيالي خروټي ۵۰، محمد اسحاق ۳۹ او اعجاز احمدزي ۲۱ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۵۲ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر سره وګټله.
په توپ اچوونه کې د افغانستان له لوري ننګيالي څلور لوبغاړي يې وسوځول. د ده تر څنګ شاهد الله حسني او اظهارالحق دوې دوې وېکټې ترلاسه کړې.
دغې بریا سره افغانستان له ګروپ څخه له پاکستان سره یو ځای ددې سیالیو دویم پړاو یا کوارټر فاینل ته ووتله، چې هلته به افغانستان له سریلانکا او پاکستان له اسټرالیا سره لوبه کوي.