Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان له نیدرلینډ څخه د کرکټ دویمه یوه ورځنۍ لوبه هم وګټله

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۰) : افغانستان د کرکټ ددریو یو  ورخنیو نړیوالو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې هم نیدرلنډ ته په ماتې ورکولو سره دا لړۍ وګټله.

ددواړو هیوادونو ددرېیو لوبو دا لړۍ د افغانستان  په کوربه توب په قطر کې ترسره کیږي.

ددویمې لوبې پچه هم افغانستان وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه. ملي لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۷ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز د سليزې په وهلو سره تر ټولو ډېرې (۱۰۳) منډې وکړې. د ده ترڅنګ لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ۵۴، رحمت شاه ۳۵ او نجيب الله ځدارڼ ۲۰ منډې ترسره کړې.

نیدرلینډ یا هالنډ د افغان لوبډلې له خوا ټاکلی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله يې په ۴۸ اور کې د ۱۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.

د افغانستان له لوري مجیب ځدراڼ څلور، فرید ملک دوه، راشد خان او یمین احمدزي یو یو لوبغاړي وسوځول.

ګربز ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د دغو دواړو هېوادنو تر منځ په لومړنۍ سيالۍ کې افغان لوبډلې هالنډ ته په ۳۶ منډو ماته ورکړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.