ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس- هرات پر لویه لار واوره کې ایسار مسافر ژغورل شوي

د بادغیس- هرات پر لویه لار واوره کې ایسار مسافر ژغورل شوي

author avatar
23 Jan 2022 - 14:35
د بادغیس- هرات پر لویه لار واوره کې ایسار مسافر ژغورل شوي
author avatar
23 Jan 2022 - 14:35

قلعه نو (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۰): د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو په دغه ولایت کې د یوه کس مړ کېدو خبر ورکړی او وایي چې د دغه ولایت په «بند سبزک» سیمه کې په واورو کې بند پاتې ټول مسافر ژغورل شوي دي.

د بادغيس مرستيال والي محب الله اسدي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون ماښام د سبزک بند سیمې اړوند عمومي سړک د ترافيکو پرمخ پرانيستل شو او ټول بند پاتې مسافر او د هغوی موټر وژغورل شول.

نوموړي وویل: «پرون ماښام د سبزک بند لاره د مسافرو پر مخ پرانیستل شوې او اوس مسافر کولای شي تګ راتګ وکړي او ټول هغه موټر او مسافر چې په دې لاره کې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.»

د چارواکو په وینا، په دې لاره کې کوم مسافر ته زیان نه دی رسېدلی او ټول په خوندي ډول قلعه نو او هرات ته تللي دي.

د بادغیس د والي مرستیال تېره ورځ ویلي وو چې په یاده لار کې ټول ۱۵ مسافر وړونکي موټر بند پاتې دي.

د بادغیس- هرات لویه لار د جمعې له ماښام راهیسې د سختو واورو او توپان له امله په سبزک بند کې د مسافرو پر مخ تړل شوې وه.

د يوه بل خبر له مخې، د هرات – بادغيس پر لاره د سړې هوا له امله يو کس مړ شوى هم دى.

د بادغيس د قادس ولسوال صالح محمد پردل پژواک ته وويل چې دغه سړى تېره ورځ هغه مهال چې غوښتل یې له خپل زوی سره د هرات له اوبې ولسوالۍ د بادغیس قادس ولسوالۍ ته لاړ شي، اصلي لاره یې ورکه کړې او د سړې هوا له امله مړ شوی دی.

هغه له خلکو غوښتي چې د هوا تر ښه کېدو سفر ونه کړي او په خپلو کورونو کې ‎پاتې شي.

د سيمې يوه اوسېدونکى محمد وویل چې له دغه سړي سره خپل ۲۰ کلن زوى هم يو ځاى روان و چې دوه ورځې مخکې خپلې سیمې ته د تګ پر مهال یې د سختې واورې او توپان له امله اصلي لار ورکه کړې او یاد کس د سړې هوا له امله  مړ شوی او زوی یې ژغورل شوی دی.

نوموړي وویل: «له بده مرغه د سختو واورو او توپان له امله یو ۴۵ کلن سړی چې له خپل زوی سره له هرات ولایته قادس ولسوالۍ ته روان و، لاره یې ورکه کړې چې له امله یې نوموړی مړ شوی او زوی یې وژغورل شوی دی.»

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.