کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان حکومتي سرچينې له افغانستان سره د ترکيې د شنې میاشتې (هلال آبی) له لوري د شپږ ټنه بشري مرستې ترسره کولو خبر ورکوي.
د افغانستان د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې مرستو کې خوراکي او ژمنۍ جامې شاملې دي چې د ترکیې د شنې میاشتې موسسې له لوري، په کابل کې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوې.
هغه زياته کړه چې مرسته شوي توکي به د دواړو لورو په همغږۍ پر بېوزلو او مستحقو کسانو ووېشل شي.
د ترکیې شین هلال په دغه هېواد کې یو غیر دولتي سازمان دی چې د بډایه خلکو په ملاتړ د نړۍ له بېوزله خلکو سره سره مرسته کوي.
Views: 119
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن