کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰ ): په کابل کې د بهر مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ يو روغتون پرانیستل شو چې په وړيا توګه د بې وزلو کسانو معاينات ترسره کوي.
د پرانیستې په دې مراسمو کې د یاد روغتون بنسټګر مصطفی کابلي وویل چې په هېواد کې ډېر خلک بې کاره دي او د ډاکټر د فيس ورکولو توان نه لري.
ده وويل چې په دغه روغتون کې د بې وزلو کورنيو لپاره په وړيا توګه معاينات ترسره کيږي.
نوموړي زیاته کړه، که سوداګر او خیریه بنسټونه ورسره همکار وکړي بيا به خلکو ته درمل هم په وړيا توګه ورکوي.
د ده په وينا، دغه روغتون د بهر مېشو افغانانو په مالي لګښت جوړ شوى دى.
په یاده غونډه کې د دغه روغتون یوه ډاکټر عصمت الله شفیق وویل چې اوس مهال ډېر هېوادوال اقتصادي ستونزې لري او باید د دوی لاسنیوی وشي.
هغه وویل چې په دغه روغتون کې عمومي داخله، د ماشومانو څانګه، نسایي ولادي، عصبي او ځينې نورې څانګې د سهار له اتو بجو د ماسپښین تر دوو بجو پورې فعاليت کوي.
د ده په خبره، د یوې سروې له لارې بې وزله کورنۍ ټاکل کيږي او بيا د معاينې لپاره روغتون ته را غوښتل کيږي.
شفیق وویل چې له دوی سره لس تنه ښځينه او نارینه ډاکټران په بېلابېلو برخو کې په وړیا توګه کار کوي.
دغه راز د یاور په نوم يو کس چې دغه روغتون ته ورغلى و پژواک ته وويل، خوشحاله دی چې داسې یو روغتون جوړ شوى او خلکو ته په وړیا توګه معاینات کوي.
هغه وویل چې بې کاره دی او دومره توان نه لري چې بل ځاى په پیسو خپل معاینات تر سره کړي.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم یو شمېر ډاکټرانو په کابل کې په وړیا توګه خلکو ته معاینات پيل کړي دي.
Views: 78
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن