کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): امنیتي ځواکونه وايي، تېره ورځ يې د کابل ښار د درېیمې امنيتي حوزې په ساحه کې يو يوولس کلن ماشوم له سړي تښتوونکو ژغورلی او په تړاو يې دوه کسان نیولي دي.
د کابل امنيه قوماندانۍ د درېیمې امنيتي حوزې له جنايي پېښو سره د مبارزې مشر مولوي محب الله متقي وايي، چې دغه ماشوم څلور ورځې مخکې تښتول شوی وو.
دی زياتوي: «څلور ورځې مخکې یو کس عریضه وکړه چې وراره مې ورک شوی، موږ خپلو کشفي ارګانونو ته دنده وسپارله څو دغه موضوع تعقیب کړي، په پایله کې مو دغه دوه انسان تښتوونکي ونیول.»
تښتول شوی ماشوم ځان شعيب د اجمل زوی معرفي کوي او وايي چې څلور ورځې مخکې دوو کسانو په دې بهانه موټر ته پورته کړ چې له هېواده یې بهر ته بيايي.
دی زياتوي، تر څلورو ورځو وروسته د درېیمې امنيتي حوزې منسبوبینو د ګولايي دواخانې په سيمه کې له سړي تښتوونکو وژغوره او خپل کور ته يې وسپاره.
Views: 97
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن