ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لسګونه زره کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

هلمند کې لسګونه زره کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري

author avatar
24 Jan 2022 - 16:59
هلمند کې لسګونه زره کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري
author avatar
24 Jan 2022 - 16:59

لښکرګاه (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند د کډوالو چارو رياست مسوولين وايي که څه په دغه ولایت کې د ځینو موسسو له خوا مرستې کېږي، خو لا هم ۳۲زره کورنۍ بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د هلمند د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ريیس مولوي الله داد انقیادي نن پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دوی سره لس خيريه موسسې همغږي لري او په ګډه له بېځایه شوو او غریبو کورنیو سره د مرستو لړۍ جاري ساتلې.

نوموړی دغه راز وايي چې روان کال د ياد ولايت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو له رياست سره شاوخوا ۴۴زره بېځايه شوې کورنۍ ثبت او راجستر شوې چې ډېری يې سرپنا نه لري او تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

دی وايي: ((په هلمند کې تر اوسه له ۱۲۰۰۰ اړمنو کورنيو سره مرستې شوې او ۳۲زره نورې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.))

هغه وايي، ۱۴زره اړمنې کورنۍ يوازې په لښکرګاه ښار کې اوسېږي.

په لښکرګاه ښار کې يوې مېرمنې چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې ذکر شي، له خپلو څلورو اولادونو سره د سړک پر غاړه ژوند کوي، پژواک ته وويل چې خاوند یې معیوب دی او د کورنۍ سرپرستي دې ته ور پاتې ده او ژوند يې له کړاوونو ډک دی.

دې وويل چې کور يې د تېر نظام پر مهال د بمبار له امله وران شو او اوس ان يوه خونه هم نه لري.

د عبداکریم په نوم یو بل کس چې د نادعلي ولسوالۍ د کمربندي سيمې اصلي اوسېدونکی دی او اوس په لښکرګاه ښار کې په يوه زاړه کور کې ژوند کوي، پژواک ته يې وويل چې د تېرو جګړو پر مهال يې کور نړېدلی او د بېرته رغولو توان يې نه لري.

دی وايي چې په تېرو شلو کلونو کې يې تر لس ځلې ډېر خپله مېنه بدله کړې او بېځايه شوی او تر اوسه هېچا مرسته نه ده ورسره کړې.

Views: 44

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.