کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۰): ناروې ته د افغان حکومت تللي پلاوي هلته له يو شمېر مېشتو افغان شخصيتونو سره ليدلي او د هېواد د ټولو ستونزو يوازينۍ حل لار يې تفاهم او ګډه همکاري بللې ده.
د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه پر خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې پرون (د سلواغې په درېیمه) د ناروې هېواد په مرکز اسلو کې د افغان حکومتي پلاوي او هلته مېشتو يو شمېر افغان شخصيتونو ترمنځ ناسته ترسره شوه.
هغه لیکلي:" د غونډې د ګډونوالو له لوري د افغانستان د ټولو ستونزو یواځنۍ حل لار، تفاهم او ګډه همکاري وبلل شوه او ټولو ګډونوالو په یوه خوله دا ډول ناستې د هېواد په ګټه وبللې. "
سرچينې لیکلي چې د غونډې ګډونوالو ويلي چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ښیرازۍ لپاره د ټولو افغانانو پر ګډ کار ټينګار شوی.
په ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پر خپل ټويټر ليکلي:«دې ته په کتو چې موږ له متحدینو، همکارانو او خیریه بنسټونو سره په ګډه بشري ناورین ته د رسېدګي په لټه کې یو له طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د یوه با ثباته، حقونو ته د احترام لرونکي او ټولشموله افغانستان په اړه د پرانیستو سترګو دیپلوماسي ته دوام ورکوو.»
دغه راز، د افغانو ښځو، ماشومانو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رينا امیري پر خپل ټويټر ليکلي:(( په اوسلو کې له طالبانو سره لیدنه په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د وضعيت لپاره د بحث مهم وخت دی.))
هغې خوښي ښودلې چې ناروې افغان مېرمنو او د مدني ټولنې استازو ته بلنه ورکړې چې مخامخ د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره وګوري او زياتوي چې دا ډول غونډې باید په هېواد کې دننه هم ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP