فېروزکوه (پژواک، ۵ سلواغه، ۱۴۰۰): د غور ولایت یو چارواکی وایي چې د مخکني حکومت پر مهال د غور ولایت د تیورې ولسوالي امنیه قوماندان، د ناپېژاندو وسله والو له لوري نن په هرات کې وژل شوی دی.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پخواني حکومت پر مهال د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ امنیه قوماندان نن د نامعلومو وسله والو له لوري په هرات ولایت کې د خپل کور مخې ته وژل شوی دی.
خو د هرات مسوولینو د یادې پېښې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
حبیب الرحمن ملکزاده د مخکني حکومت په ملي شورا کې د خلکو د استازي ډاکتر محمد ابراهیم ملکزاده ورو و، چې ورو یې دوه کاله مخکې کابل کې د ګاز نیونې په یوه پېښه کې مړ شو.
Views: 81
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن