ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا والي: یو میلیون جریبه دولتي ځمکه یې له غصبه خلاصه کړې ده

د پکتیکا والي: یو میلیون جریبه دولتي ځمکه یې له غصبه خلاصه کړې ده

author avatar
25 Jan 2022 - 13:39
د پکتیکا والي: یو میلیون جریبه دولتي ځمکه یې له غصبه خلاصه کړې ده
author avatar
25 Jan 2022 - 13:39

ښرنه (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د پکتیکا والي وايي، په تېرو شاو خوا پنځو میاشتو کې په دغه ولایت کې یو میلیون جریبه دولتي ځمکه له غصبه خلاصه شوې او دا لړۍ روانه ده.

واي عبدالله مختار دا څرګندونې د نوي ښاروال د پېژندګلوۍ په غونډه کې وکړې.

نوموړي وویل، له تېرو څو کلونو راهیسې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې میلیونونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې چې دوی یې د خلاصون لړۍ پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه، له هغه وروسته چې نوی حکومت راغلی، تر دې مهاله یې په مرکز او ولسوالیو کې یو میلیون جریبه ځمکه له غصبه خلاصه کړې ده.

هغه زیاته کړه، ولایتي اداره هڅه کوي ټولې هغه ځمکې چې د زورواکو له خوا غصب شوې په نښه او له غصبه خلاصې کړي.

والي له ښاروال او کرنې ریاست څخه وغوښتل چې د ځمکو د تثبیت تر څنګ دې د عوایدو لوړاوي ته پاملرنه وکړي او ټولې دولتي ځمکې دې له غصبه راوګرځوي.

د پکتیکا نوي ښاروال ناصر هلال هم وویل چې د غصب پر وړاندې جدي مبارزه کوي.

هغه زیاته کړه، ښاروالي هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دولتي ځمکې لاندې کړي او خپل ملکیت یې وګرځوي.

دی وايي، د ښار د صفايي د عوایدو راټولولو لپاره یې هم هڅې چټکې کړې او په نږدې راتلونکې کې به خلک له هر اړخه یو پاک او منظم ښار ولري.

د پکتیکا اوسېدونکي د غصب شوو ځمکو د راګرځولو هرکلی کوي،خو غوښتنه کوي چې دا ځمکې دې خلکو ته په اجاره ورکړل شي څو له دې لارې عواید په لاس راوړي.

د مرکز ښرنې یوه اوسېدنکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د پکتیکا په ګڼو ولسوالیو کې قومونو دولتي ځمکې په خپل منځ کې وېشلې دي، ځينې یې په کرنیزو ځمکو بدلې کړي، ان ځینې یې په دویم او درېیم لاس پلورل شوې هم دي.))

دی زیاتوي، حکومت دې دا ځمکې د یوه میکانیزم له مخې لومړی تثبیت او بیا خلکو ته په اجاره ورکړي، څو له یوې خوا دولت ته عواید په لاس ورشي او له بلې خوا خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

پکتیکا د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې په پراخه کچه په کې دولتي ځمکې غصب شوې دي.

Views: 1031

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.