کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): حکومت وایي، د ښځو په ګډون ۴۰ کسان چې قصد یې درلود له هېواده بهر ته غیرقانوني هوایي سفر وکړي، نیول شوي دي.
د یادونې ده، د مخکني نظام له سقوط وروسته د هغه نظام سلکونه پلویان، مدني فعالان، خبریالان چې ځانونو یې محفوظ نه ګڼل، له قانوني اسنادو پرته د کابل له هوایي ډګر او وروسته د بلخ له هوايي ډګره بهر ووتل خو د تخلیې لړۍ چې اوس هم روانه ده، وروسته له څه مودې د سفر قانوني اسنادو په لرلو مشروطه شوه.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د روان کال د تلې تر پنځلسمې نږدې ۱۲۰زره افغانان له هېواده بهر تللي دي.
د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په یوه ټويټ کې لیکلي: «۴۰ هغه کسان نیول شوي چې له هېواده یې بهر ته په غیر قانوني ډول د تګ هڅه کوله.»
هغه لیکلي، نیول شوي یو شمېر کسان له پلټنې وروسته بېرته خوشي شوي؛ خو ځيني ښځې چې تر اوسه یې وارثین نه دي حاضر شوي، د ښځو په توقیف خونه کې دي.
نوموړي د هغوی ځای نه دی په ډاګه کړی؛ خو ځينو سرچینو ویلي چې دغه کسان د مزارشریف په هوایي ډګر کې نیول شوي دي.
په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن