Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان ته د ازبکستان برېښنا پرې خو کابل ته د ترکمنستان برېښنا ونښلول شوه

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې د منځنۍ اسیا د برېښنا سیستم کې د تخنیکي ستونزې رامنځته کېدو له امله افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوه او له کابل سره په لومړي وار د ترکمنستان برېښنا ونښلول شوه.

د دغه شرکت له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یو ساعت وړاندې (له غرمې وروسته نږدې دوه بجې) د منځنۍ اسیا په سیسټم کې د تخنیکې ستونزې رامنځته کېدو له امله د ازبکستان، قرغېزستان او قزاقستان برېښنا پرې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغې یادې ستونزې افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برېښنا هم پرې کړه.

سرچینه زیاتوي چې د ازبکستان د برېښنا شرکت چارواکو بیا ویلي چې د ازبکستان، قرغېزستان او قزاقستان هېوادونو تخنیکي ټیمونه هڅه کوي ترڅو د منځنۍ اسیا د برېښنا په سیسټم کې رامنځ ته شوې ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

خو یاد شرکت زیاتوي:"په خوښۍ سره د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونه وتوانېدل چې د لومړي ځل لپاره د ترکمنستان برېښنا له کابل سره ونښلوي، له کابل سره د ترکمنستان برېښنا په وصلېدو سره د پېرودونکو ځینې اړتیاوې پوره شوې."

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.