Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې “اتفاق راډیو” د “باب الجهاد راډیو” په نوم خپرونې پيل کړې

پل علم (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۰): په لوګر کې له شپږ میاشتې ځنډ وروسته د اتفاق په نوم یوه سیمه ییزه راډیو بیا فعاله شوه خو دا ځل یې د باب الجهاد راډیو په نوم خپرونې پیل کړې.

د اتفاق په نوم دغې راډیو د تېر حکومت پر مهال د ملي دفاع وزارت تر چتر لاندې د ۲۰۳ تند قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندانۍ کې فعالیت درلود.

د لوګر د والي ویاند عمر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، اتفاق راډیو چې مخکې یې په ۹۴،۹ اېف اېم څپو خپرونې کولې، له شپږ میاشتې ځنډ وروسته د مطبوعاتي مسوولینو له لوري بیا فعاله شوه.

هغه زیاته کړه، دا راډیو به له دې وروسته د باب الجهاد راډیو په نوم خپرونې کوي.

دی وايي: ((د باب الجهاد په نوم دا راډیو اوس محدودې خپرونې لري خو په راتلونکي کې به خلکو ته ګټورې اسلامي خپرونې، ترانې او نعتونه وړاندې کوي.))

په لوګر کې د باب الجهاد په نوم دا راډیو په داسې حال کې خپرونې بیا پیلوي چې له بدلون وروسته د دغه ولایت ګڼې رسنۍ د مالي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

په لوګر کې له پيله ۷ رسنیو فعالیت درلود چې د اتفاق، ملي پیغام او څرک په نومونو راډيوګانې پخوا د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې وې خو درې خصوصي راډیوګانې (زینت، ملي پیوند او مهال) او یوه سیمه ییزه راډیو اوس هم فعالې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.