ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه

لاریون کوونکو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه

author avatar
26 Jan 2022 - 17:54
لاریون کوونکو د حکومت په رسمیت پېژندلو او د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه
author avatar
26 Jan 2022 - 17:54

 پژواک (کابل، ۶ سلواغه ۱۴۰۰): په کابل کې ښځو لاریون کوونکو د دیني او ملي ارزښتونو پر ساتنې د ټينګار سربېره د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي هم ویلي چې امریکا باید د افغانستان شتمني ازاده کړي.

لسګونه افغان مېرمنو نن کابل کې د امریکا سفارت مخې ته له «موږ له خپلو ملي ارزښتونو دفاع کوو. موږ له خپل حکومته په کلکه ملاتړ کوو» شعارونو سره یې د سرپرست حکومت د په رسمیت پېژندلو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د افغانستان شتمنۍ دې ازادې شي.

امریکا د افغانستان د تېر حکومت تر سقوط او د اوسني حکومت واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارد دالره شتمني کنګل کړې ده. یاد حکومت تر اوسه د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د بصیرې دیدار په نوم د لاریون یوې ګډونوالې وویل: ((موږ باید خپل فرهنګ وساتو، موږ د غرب فرهنګ نه غواړو او له نړۍ څخه خپل حق غواړو، د افغانستان کنګل شوې پیسې زموږ مسلم حق دی، د هېواد د کونډې او یتیم حق دی.))

په ورته وخت کې د حافظې صفا امیري په نوم د لاریون بلې ګډونوالې وویل: ((موږ د ټولو افغان او مسلمانو ښځو په استازیتوب راټولې شوې یو، څو خپل غږ نړیوالو ته ورسوو، موږ له اسلامي امارت څخه راضي یو، هېڅ وخت په هېڅ ډول نه یو ځورول شوې، نړۍ باید زموږ حکومت په رسمیت وپېژني.))

هغې زیاته کړه: ((زموږ حجاب خوښېږي، هر څوک چې حجاب تحقیروي جاهل او ناپوه دی. خویندو! حجاب د طالبانو حکم او وړاندیز نه دی، حجاب زموږ او تاسو خپل فرهنګ دی چې باید عمل ور باندې وکړو.))

په هغه خبرپاڼه  کې چې د لاریون کوونکو له خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي: ((نړیوالې ټولنې ته خطاب کوو چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او امریکا دې ژر تر ژره د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې دي.))

سرچینې زیاته کړې: ((نړیواله ټولنه دې د ښځو حقونو په پلمه خلک نه ځوروي، نړۍ او ګاونډي هېوادونه دې زموږ د هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوي، له بهر مېشتو افغانانو غواړو چې د نظام د تخریب پر ځای زموږ له بې سرپناه خلکو سره مرسته وکړي.))

سرچینې زیاته کړې، هغه معترضې کړۍ چې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف عمل کوي د افغان ښځو استازي نه دي.

د سلواغې په لومړۍ نېټه هم د دیني علماوو په ګډون زرګونه کسانو کابل کې لاریون وکړ، د دیني او ملي ارزښتونو له دې ډلې د حجاب پر ساتنه یې ټینګار وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د یادو ارزښتونو د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه هم تېره ورځ د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره تر لیدنې وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې امریکا باید د بشري بحران د مخنیوي لپاره د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي.

هغه لیکلي: ((زما له نظره د بیان ازادي او د تحصیل حق هغه ننګونې دي چې د ټولو لپاره لومړیتوب لري.))

دغه مخکني دیپلوماټ هم ویلي چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او افغان حکومت کې د ښځو د ګډون په اړه د نړیوالې ټولنې له غوښتنو سره موافق دی خو دغه کار وخت ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم څو ورځې مخکې ویلي چې سوړ ژمی او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان لپاره مرګونی ترکیب دی. نوموړي هم ویلي چې د افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره دې د دغه هېواد شتمنۍ ازادې شي.

 

Views: 71

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.