Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له بانکي خدمتونو د محرومو سیمو کارکوونکو ته به معتمدین معاشونه ورکوي

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۰): د سرپرست حکومت یو مسوول وايي چې د لرو پرتو او له بانکي خدمتونو د محرومو سیمو د کارکوونکو معاشونه د معتمدینو له خوا ورکول کېږي.

د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کابینې د پرېکړې پر اساس د مالیې وزارت موظف دی چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې هغو دولتي کارکوونکو ته چې د بانکي حسابونو له لارې د معاشونو ورکړه یې ستونزمنه وي، د معتمدینو په وسیله معاشونه ورکړي.

د سمنګاني د خبرو پر اساس، د کابینې دغه پرېکړه له بانکي سیستم څخه د محرومو سیمو دولتي د کارکوونکو په اړه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پژواک د تېرو راپورونو له مخې، تر اوسه تر ۱۰ د ډېرو ادارو د کارکوونکو معاشونه ورکړل شوي او د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې بهیر دوام لري.

د یاد راپور له مخې، د هېواد په ولایتونو کې د معاشونو د ورکړې بهیر پيل شو او هغه ولایتونه چې خپل کارکوونکي یې تنظیم کړي معاشونه یې ورکړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.