کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۰): د قطر د بهرنيو چارو وزارت د کابل هوايي ډګر د څو مهمو کليدي موضوعاتو ترڅنګ د دغه ډګر د ځينو برخو د مديريت او ګټې اخيستنې په اړه د افغانستان له سرپرست حکومت او ترکيې سره د هوکړې خبر ورکړى دى.
د ترکيې د اناتولي اژانس د خبر له مخې، د قطر هېواد د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له لارې اعلان کړى چې د قطر، ترکيې او افغانستان سرپرست حکومت پلاويو د کابل هوايي ډګر د څو مهمو کليدي موضوعاتو ترڅنګ د دغه ډګر د ځينو برخو د مديريت او ګټې اخيستنې په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د دغه خبر په اساس، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د يادو پلاويو درې اړخيزه ناسته پاى ته رسېدلې ده.
په دغه خبرپاڼه کې د يادو لورو ترمنځ په خبرو کې په پرمختګ د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ راغلي چې وروستۍ خبرې به راتلوونکې اوونۍ په دوحه کې تر سره شي.
تېره اوونۍ د قطر د بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې د قطر او ترکيې هېوادونو پلاويو دوه ورځې مخکې په کابل کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د کابل هوايي ډګر د مديريت او ګټې اخيستنې په اړه تفصيلي خبرې کړې دي.
د سرچينې په وينا، د ٢٠٢١کال د ډسمبر په وروستيو کې د کابل هوايي ډګر د مديريت په اړه د قطر او ترکيې هوکړه ليک لاسليک شوي و.
د يادونې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت تراوسه ددغو تازه ځرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 87
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن