Language

لښکرګاه (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند مسوولین وايي چې د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حافظ راشد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه چاودنه تېره ورځ (پنجشنبه) ماښام کابو شپږ بجې د نادعلي ولسوالي د چانجير په ګېټ سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، په پېښه کې د يو تن دواړه لاسونه پرې شوي او دوه تنه نور برسېرن ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د چانجير ګېټ سيمه له تېرو څو کلونو راهيسې د سختو جګړو شاهده وه چې پرمهال يې په همدې سيمه کې زيات ماينونه هم ځای پر ځای شوي دي.

د ویلو ده چې تېره ورځ هم د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په سربند سيمه کې د هاوان ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.