ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر د امنیت امر حمید خراساني له یوې چاودنې روغ وتلی دی

author avatar
29 Jan 2022 - 13:47
author avatar
29 Jan 2022 - 13:47

چاریکار (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۰): د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر پر موټر چاودنه شوې خو زیان او مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

د پنجشېر امنیې قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحمید خراساني د یاد خبر د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن سهار نهه نیمې بجې زما پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې خو مرګ ژوبله نه لري.

هغه وایي، یاده پېښه د دغه ولایت د رخې ولسوالۍ پر لار په «ګرګوتي» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ولایت ته پر لور روان و.

نوموړی زیاتوي چې چاودنه زوروره وه.

Views: 559

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.