ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د مخابراتي شبکو ويجاړ شوي سايټونه بېرته رغول شوي

پکتيا کې د مخابراتي شبکو ويجاړ شوي سايټونه بېرته رغول شوي

author avatar
29 Jan 2022 - 18:05
پکتيا کې د مخابراتي شبکو ويجاړ شوي سايټونه بېرته رغول شوي
author avatar
29 Jan 2022 - 18:05

ګردېز (پژواک، ٩ سلواغه ١٤٠٠): د پکتيا ولايت د مخابراتو رياست چارواکي وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې يې د مخابراتي شبکو ويجاړ شوي سايټونه بېرته رغولي او يو شمېر یې نوي جوړ کړي دي.

د پکتيا مخابراتو رييس مولوي نصرت الله  هجرت  پژواک ته وويل: ((په تېرو جګړو کې د مخابراتي شبکو يو شمېر سايټونه ويجاړ شوي و چې ځينې يې بېرته ترميم شوي او ځينې به نږدې راتلونکي کې جوړ شي.))

نوموړي وويل، په يو شمېر ولسواليو کې يې پنځه پايې د سلام او ام ټي ان شبکو سايټونه رغولي او دوه سايټونه يې نور نوي جوړ کړي دي.

ده وويل چې په يو شمېر سايټونو کې يې د ټو جي او تري جي خدمات هم فعاله کړي دي.

د هجرت په خبره، په ټوله پکتيا کې يې د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو د ارزولو په  موخه سروې پيل شوې، ترڅو معلومه کړي چې په کومو برخو کې ستونزې موجودې دي او په اړه يې اقدام وکړي.

د پکتيا ولايت اوسېدونکي بيا وايي چې په دې وروستيو کې د مخابراتي شبکو خدمات تر يوې اندازې ښه شوي، خو په ځينو لرې پرتو سيمو کې لاهم په پوره ډول خدمات شتون نه لري.

د شواک ولسوالۍ اوسېدونکی عيدمحمد وايي، په دغې ولسوالۍ او شاوخوا سيمو کې يوازې يوه شبکه کار کوي چې هغه هم ډېره محدوده ده او خلک په پوره ډول مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د ده په خبره، د مخابراتو له رياست څخه هيله کوي چې په بېلابېلو سيمو کې نوي سايټونه ورغوي ترڅو په دې برخه کې خلک له ستونزو خلاص شي.

د يادولو ده چې په تېرو جګړو کې په پکتيا کې د مخابراتي شبکو زيات شمېر سايټونه ويجاړ شوي او ځينې يې د ناسمو شرايطو له امله تړل شوي وو چې اوس بېرته فعاله شوي دي.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.