ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو د ملا رسول ډله له اوسني نظامه ملاتړ اعلانوي

د طالبانو د ملا رسول ډله له اوسني نظامه ملاتړ اعلانوي

author avatar
31 Jan 2022 - 05:24
د طالبانو د ملا رسول ډله له اوسني نظامه ملاتړ اعلانوي
author avatar
31 Jan 2022 - 05:24

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۰) : د طالبانو د یوې بلې ډلې مشر ملا محمد رسول اخوند کندهار ولایت ته تللی او ډیر ژر به د نوي حکومت او نظام څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.

د ملا رسول په مشرۍ دغه ډله څو کاله له طالبانو جلا شوې وه، خو مشر یې بیا په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو او تر څو کلونو بند وروسته په دې وروستیو کې شوی دی.

ددې ډلې یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې د “اسلامي امارت” د رهبرۍ شوری پخوانی غړی ملا محمد رسول اخوند کندهار ته تللی او د حکومت له مسئولينو او قومي مشرانو سره په ليدنو بوخت دی.
دې سرچينې زياته کړه چې له هغه سره يو شمېر نور طالب مشران هم ملګري دي، او ژر به له اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخوندزاده سره وګوري.
سرچینې زیاته کړه، ملا محمد رسول د افغانستان له اوسني نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او تر دې مخکې یې  کابل ته هم لنډ سفر کړی، او د دفاع له سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد په ګډون يې له يو شمېر لوړ پوړو مسئولينو سره یې کتلي دي.
د یادونې وړ ده، چې ملا محمد رسول د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د نيمروز والي و، او د امریکا له راتګ وروسته د طالبانو د رهبرۍ شورا غړی شو.
هغه د دوه زره او شپاړسم ميلادي کال په لومړيو کې په پاکستان کې ونيول شو، د دوه زره او يو ويشتم ميلادي کال د اګست مياشتې په پنځلسمه نېټه بېرته خوشې شو.

Views: 3096

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.