ګردېز (پژواک، ١١ سلواغه ١٤٠٠): د پکتيا د مرکز ګردېز ښاروالۍ مسوولين وايي چې په روان کال کې يې د ښار د تنظيم، ماسټرپلان او عوايدو راټولو په برخو کې د پام وړګامونه اخيستي دي.
دوی دغه څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې چې د ګردېز ښاريانو، خبريالانو او چارواکو لپاره د کلني حساب ورکولو په موخه جوړه شوې وه.
د ګردېز ښاروالۍ مرستیال اميدګل صابري وويل: ((په روان کال کې مو ٢،٧ ميليونه عوايد راټول کړي دي چې دغه پيسې مو په ښار کې د يو شمېر سړکونو په جوړلو، ترميمولو او په ښار کې د عامه خدماتو په برابرولو کې مصرف کړې دي.))
نوموړي وويل چې پخوا وختونو کې د ښار له يو شمېر عايداتي سرچینو څخه په پوره ډول عوايد نه ترلاسه کېدل، خو اوس په شفافه توګه ترې را ټوليږي.
اميدګل صابري وويل،د ښار ماسټرپلان چې کلونه کلونه د يو شمېر ستونزو له امله پاتې و، په دې وروستيو کې يې چارې پيل شوي او پنځوس سلنه مخته تللی دی.
د ده په خبره، د ماسټر پلان په تطبيق سره به د ګردېز ښار پراختيا او ښکلا پيداکړي او هغه نوي سړکونه چې رامنځته شوي په راتلونکي کال کې به يې په پاخه ډول جوړ کړي.
د ګردېز ښاروالۍ مرستيال زياته کړه چې د ښار د ګڼې ګوڼې کمولو او د نظم لپاره يې هم بې ساري ګامونه پورته کړي او په زياتو برخو کې يې بدلونونه راوستلي دي.
دی وايي چې په ښار کې يې قصابانو، اهنګرانو، ګلانو خرڅوونکو، د موټرتمځايونو، مستريانو، د ساختماني موادو دوکانونو او يو شمېر نورو کسبکارانو ته جلا جلا ځايونه په نښه کړي او ټول يې ورلېږدولي دي.
دغه راز د ګردېز ښاروال مولوي شريف الهام وويل: ((په راتلونکي کال کې هم هڅه کوو، چې د عوايدو په راټولولو او په ښار کې د بېلابېلو سيمو د جوړلو لپاره کار وکړو.))
نوموړي وويل چې د پسرلي په موسم کې د ونو ایښودل، د سړکونو او تفريحي ځايونو جوړول او په ټوله کې د ښاريانو لپاره د سهولتونو راوستل يې په لومړيتوبونو کې دي.
د ګردېز ښاريان هم د ښاروالۍ له وروستيو کړنو خوښ دي، خو وايي چې لاهم په ښار کې زيات کار ته اړتيا ليدل کيږي.
د ګردېز اوسېدونکى نور الدين حقمل وايي: ((په ګردېز ښار کې له پخوا څخه کار نه دی شوی او د ښاريانو لپاره هیڅ د پام وړ اسانتياوې نه دي رامنځته شوي.))
نوموړی وايي چې تر اوسه پورې د ځوانانو لپاره يو معياري پارک نشته، په ښار کې عامه اسانتياوې نشته او په ټوله کې د ښار د ښکلا او پاکۍ لپاره هيڅ کار نه دی شوی.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ښار د تنظيم او چارو د ګړنديتوب په موخه يو شمېر کړنې ترسره شوې دي.
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن