کندوز ښار (پژواک، ١١ سلواغه ١٤٠٠): د کندوز روغتيايي مسوولين وايي چې په تېرو شپږو مياشتو کې په دغه ولايت کې څه باندې ٨٠ زرو کسانو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى چې د تېرکال د شپږو مياشتو په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.
د دوى د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو ورځو کې د ١٧٥ کسانو د کرونا ټسټ معاينه شوى چې د ٣٥ کسانو يې مثبت و.
د کندوز د عامې روغتيا رييس قاري محمد انور بشير د سلواغې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې څه باندې ٨٠ زرو کسانو ته د کرونا واکسين تطبيق شوى دى.
دى وايي چې دغه شمېره د تېرکال د شپږو مياشتو د واکسين د تطبيق په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالى ښيي.
ده زياته کړه: ((موږ د واکسين له کموالي سره مخ نه يو ښه پوره واکسين لرو خو له خلکو مو غوښتنه دا ده چې راشي او واکسين وکړي.))
په ورته وخت کې د کندوز په حوزوي روغتون کې يو تن واکسيناتور سيد مهران هاشمي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د کرونا واکسين تطبيق ته د خلکو لېوالتيا ډېره شوې ده.
ده وویل: ((زموږ د مراجعينو شمېره لوړه شوې، موږ د کندوز له ټولو خلکو غوښتنه کوو چې راشي او واکسين ترلاسه کړي.))
بل لورته د کندوز د کوويډ ١٩ روغتون يو تن ډاکټر محمد شفيق پژواک ته وويل چې په تېرو درېيو ورځو کې د دغه ولايت د ١٧٥ کسانو د کرونا ټسټونه ترسره شوي دي.
هغه وايي چې له دې شمېرې څخه د ٣٥ کسانو ټسټونه يې مثبت وو.
دوه ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت مسوولينو هم ويلي و چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د کرونا واکسين د تطبيق لپاره لېوالتيا ډېره شوې ده.
د کرونا د واکسین تطبیق د ۱۳۹۹ کال د کب په پنځمه مخکني حکومت پیل کړی و.
تر دې دمه هند، چین، امریکا، ایټالیا، اتریش، سویډن، فرانسې او داسې نورو هېوادونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو له افغانستان سره د کرونا میلیونونه دوزه واکسین مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP