Language

د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د ميدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اول خېلو په سيمه کې د څه باندې ۷.۵ ميليون افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د میدان وردګو د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د دې ودانۍ د جوړېډو چارې يو کال وړاندې د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د ۷ میلیونه  ۶۹۲زره ۴۶۹ افغانیو په مالي لګښت د «اقرأ برنامې» له خوا پيل شوې وې.

سرچينه زياتوي چې دغه ودانۍ لس درسي او دوه اداري خونې، د څښاک اوبو څاه، پنځه تشنابونه او نورې اسانتیاوې لري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ په يوه وخت کې د پنځه سوه زده کوونکو ځایولو وړتیا لري.