Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روانه میاشت په کابل کې د “ټرویکا” غونډه جوړېږي

کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د ټرویکا د غړو هېوادونو غونډه جوړېږي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کړې دي.

ده ویلي چې په دې ناسته کې به د سولې بین الافغاني بهیر په بشپړېدو او د افغانستان په بیارغونه کې د نړیوالې ټولنې پر رول خبرې وشي.

د کابلوف په وینا، اوسمهال د یادې ناستې لپاره د ټرویکا غړي هېوادونه (چین، پاکستان، امریکا او روسیې)  استازي په همغږۍ بوخت دي.

د ټرویکا وروستۍ غونډه د تېرې لړم میاشتې په شلمه په پاکستان کې او له هغه مخکې غونډه د تېر میلادي کال په  اکټوبر کې په روسیه کې ترسره شوې وې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.