پارون (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې خلک په داسې حال کې ۲۰۰زره افغانۍ، ۱۵۰ پسونه، دوه غواوې او دوه میله وسلې په ولور کې اخلي چې اسلام د ښځې د مهر پر کموالي ټینګار کړی او ولور یې حرام ګڼلی دی.
دیني عالمان وایي، مهر د ښځې حق دی؛ د اسلام له نظره ښه واده هغه دی چې لګښت یې کم وي او ولور هغه پیسې او نور توکي دي چې د نجلۍ پلار یې له زوم څخه اخلي.
د نورستان د منډول ولسوالۍ ځوانان له ملا ماتوونکو دودونو ناخوښ دي او له حکومته يې د مخنیوي غوښتنه کوي.
د دې ولسوالۍ د کوراج سیمې اوسېدونکی ۲۶ کلن رفیع الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې شپږ کاله مخکې یې واده کړی، خو د لګښت پورونه یې تر اوسه نه دي پرې کړي.
هغه زياتوي: "خسر مې د کوژدې په ورځ ۱۵۰زره پاکستانۍ کلدارې، ۱۵۰پسونه، دوه غواوې، دوه میله کلاشینکوفونه، څلور منه غوړي او ۸۰ منه جوار راباندې ایښي وو."
دی وايي، دا په داسې حال کې ده چې په منډول کې شخصي دواخانه لري، خو د میاشتې تر لس زره زیاتې افغانۍ نه شي پیدا کولای.
د یادې سیمې بل اوسېدونکي ۲۲ کلن ذبیح الله هم وایي چې پنځه کاله کېږي کوژده يې کړې، خو د ملاماتوونکي ولور له امله د واده کولو وس نه لري.
هغه زیاته کړه چې دوه سوه زره افغانۍ،۱۲۰ پسونه، دوې غواوې او دوه میله کلاشینکوف یې د کوژدنې ولور دی.
ده وویل چې د پيسو په بدل کې د خلکو مالونه څروي؛ سهار وختي چې لا لمر څرک نه وي وهلی، له کوره وځي او ماښام ناوخته کور ته راځي.
هغه وایي، دا په داسې حال کې ده چې خلک ورته د مېږو څرولو په بدل کې د میاشتې یوازې یو پسه ورکوي او دی په لسو کلونو کې د ولور یواځې پسونه ګټلای شي.
د یادې ولسوالۍ یو قومي مشر محمد یوسف د زيات ولور دود ناسم او ملا ماتوونکی بولي، وایي چې دا کار د ځینو کورنیو ترمنځ د شخړو لامل شوی دی.
محمد یوسف وايي: "کله داسې هم شوي چې د واده لوړ لګښت له امله کوژده شوی هلک او نجلۍ له کوره تښتېدلي، بيا د سیمې له مخورو جرګه جوړه شوې او د جرګې پر مټ هلک مجبور کړل شوی چې د دغه کار په بدل کې د نجلۍ کور ته تر ۱۵۰ پورې پسونه ناغه ورکړي او بیا وبښل شي."
هغه وويل چې حکومت بايد د دغه ناسم دود مخه ونيسي.
د نورستان ولايتي شورا پخواني غړی ظاهر- چې د دغه ولایت د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکي دی- وایي چې په کامدېش او د نورستان په بله ولسوالۍ (برګمټال) کې د قومي پرېکړې له مخې، یوازې ۱۳ غواوې د نجلۍ ولور ټاکل شوی دی.
د ده د معلوماتو له مخې، د نورستان په مرکز پارون کې بيا ولور، دوه یا درې غواوې دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP