کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۰): د بښنې نړیوال سازمان، یوناما او ځينو نورو بنسټونو غوښتنه کړې چې په کابل کې د اریانا نیوز دوه خبریالان دې له قید او شرط پرته خوشي شي.
د «بیان ازادي کور» په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ له غرمې وروسته د اسلم حجاب او وارث حسرت په نومونو د اریانا نیوز دوه خبریالان د دې رسنۍ په ورودي دروازه کې امنیتي ځواکونو نیولي دي.
سرچینه زیاتوي چې تر اوسه د یادو خبریالانو د نیولو لامل نه دی روښانه او د برخلیک په اړه یې هم معلومات نشته.
دغه ارګان له حکومته غواړي چې یاد دوه خبریالان خوشي کړي.
په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان په یوه ټویټ کې د امنیتي ځواکونو له خوا د اریانا نیوز د دوو خبریالانو نیول د توجیه وړ نه بولي او «له قید او شرط پرته» یې د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان لیکلي: ((د رسنیو پر ازادي دغه ډول بریدونه د بیان د ازادۍ حق لپاره جدي ګواښ دی.))
دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان مرستندوی پلاوي (یوناما) په یوه ټویټ کې د یادو دوو خبریالانو د نیولو په غبرګون کې له حکومته غوښتي چې د خبریالانو د نیولو لامل علني کړي.
د افغان خبریالانو فدراسیون هم له مسوولینو د یادو خبریالانو د نیولو سپیناوی غوښتی او لیکلي یې دي چې یوې سرچینې دغه بنسټ ته د خبریالانو نیول تایید کړي او وايي چې د یادو خبریالانو نیول د هغوی له رسنیز کار سره هيڅ اړیکه نه لري.
یاد بنسټ زیاتوي: ((د خبریالانو بنسټونو فدراسیون او رسنیو تل د اسلامي امارت له مشرتابه غوښتي چې امنیتي ځواکونه د خبریالانو له نیولو څخه منعه کړي، کله چې د رسنیو کارکوونکي په غیر رسنیزو تورونو نیول کېږي، باید له رسنیو سره دقیق معلومات شریک کړي.))
سرچینې روښانه کړې، د فدراسیون مشرتابه هڅه کوي چې د خبریالانو د نیولو لامل معلوم او د دوی د خوشي کېدو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
بلخوا د اریانا نیوز د خبر څانګې مدیر علي اصغر پژواک ته تاییدوي چې یاده پېښه د دوی له دفتره بهر رامنځته شوې، خو وايي: ((نه پوهېږو دغه کسان د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا نیول شوي یا د نورو کسانو له خوا.))
د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم وايي چې دوی هم د یادې پېښې په اړه راپورونه ترلاسه کړي خو په اړه یې څېړنې کوي چې د موضوع حقیقت معلوم کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP