Language

مجاهد: د رسنیو مخکنی قانون د تطبیق وړ دی

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۰): د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراني مرستیال له رسنیو وغوښتل چې په خپلو نشراتو کې ملي او اسلامي ارزښتونه په نظر کې ونیسي او ویې ویل، د رسنیو مخکنی قانون د تطبیق وړ دی او د رسنیزو سرغړونو کمېسیون هم جوړېږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په شپږ میاشتنۍ ناسته کې چې نن جوړه شوې وه وویل:((تصمیم لرو چې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون جوړ کړو څو د ناسمو پوهاویو مخه ونیول شي او هغه رامنځته کېدونکې ستونزې د دغه کمېسیون له لارې حل شي.))

مجاهد وايي، د ټولیزو رسنیو قانون د تطبیق وړ دی، د رسنیزو  سرغړونو کمېسیون او د رسنیو او حکومت ګډ کمېسیون به جوړ شي.

د ده په خبره، د یاد کمېسیون له جوړېدو وروسته به د «اسلامي امارت» هیڅ ارګان یا وزارت د رسنیو په چارو کې مداخله ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه، اطلاعاتو ته د لاس رسي د کمېسیون او قانون پر جوړېدو کار روان دی او تر څېړنو وروسته به یې پایلې اعلان او کار به پیل کړي.

مجاهد زیاته کړه، ښځې د اسلامي او ملي اصولو په مراعاتولو سره کولای شي په رسنیو کې په ازاد ډول کار او فعالیت وکړي.

هغه وايي، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د خبریالۍ قضیو په صورت کې دوی کولای شي یادې قضیې له کمېټې سره شریکې کړي او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه به له اړوند بنسټونو سره په همغږۍ ورته رسېدنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هېواد کې د رسنیو د کار پر وړاندې د شته ستونزو په بیانولو سره د یادو ستونزو د حل او د حکومت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

سرچینې لیکلي چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاس رسي، په رسنیو کې د ښځو خبریالانو د فعالیت او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د حکومت د رهبرۍ چارواکو ژمنه ترلاسه کړې ده.

Related Topics