کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۰) : افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو په نړیوال جام کې چې په ویسټ انډیز کې ترسره شو، څلورم مقام خپل کړ.
د نړۍ د ۱۶ غوره لوبډلو ترمنځ د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام په ویسټ انډیز کې ترسره کیږي.
د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د دریېم او څلورم مقام لپاره لوبه تیره شپه ترسره شوه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په پنځوسم اوور کې د لسو لوبغاړو په سوځیدلو ۲۰۱ منډې جوړې کړې او اسټرالیا ته یې د ۲۰۲ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري اعجاز احمدزي تر ټولو ډېرې ۸۱ منډې وکړې. د ده تر څنګ سليمان ساپي ۳۷ او محمد اسحاق ۳۴ منډې ترسره کړې.
د اسټرالیا لوبډلې یاد هدف په پنځوسم اوور کې د اتو لوبغاړو په سوځیدلو ترلاسه او لوبه یې وګټله، د افغانستان له لوري ننګیالي خروټي درې، نور احمد او شاهدالله حسني دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
تر دې لوبې وروسته اسټرالیا دریېم او افغانستان څلورم مقام خپل کړ، دغه راز پاکستان پنځم مقام ، سریلانکا شپږم، سویلي افریقا اووم بنګله دیش اتم، متحده عربی امارات نهم، ایرلینډ لسم، ویسټ انډیز یوولسم زمبابوي دولسم، یوګنډا دیارلسم، سکاټلینډ څوارلسم، کاناډا پنځلسم او پي این جي وروستی او شپاړسم مقام خپل کړ.
د لومړي او دویم مقام لپاره د هندوستان او انګلستان ترمنځ لوبه ترسره کیږي.
په دې سیالیو کې د افغانستان لوبډله ډیره ښه وځلیدله او ښې مقابلې یې ترسره کړې.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن