قلعه نو/ میمنه (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۰۹): سرچینې وايي چې د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژل شوی او دغه راز د بادغیس په جوند ولسوالۍ کې یو جسد موندل شوی دی.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمس الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو قومي مشر پرون مازدیګر د ګرزیوان ولسوالۍ په غولبیان سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره چې وژل شوی قومي مشر نادر بای نومېده او د سیف الرحمن له خوا وهل شوی او وژل شوی دی.
سرچینې د دغه قتل انګېزه شخصي دښمني وبلله او ویې ویل چې قاتل له سیمې تښتېدلی خو تر تعقیب لاتدې دی.
د یوه بل خبر له مخې، په بادغیس کې د یوه کس جسد چې لس ورځې مخکې نادرکه شوی و، نن پیدا شوی دی.
د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ رییس بازمحمد سروري پژواک ته وویل چې دغه کس د یاد ولایت د جوند ولسوالۍ اوسېدونکی و او جسد یې له نادرکه کېدو لس ورځې وروسته د یادې ولسوالۍ د توریانو په سیمه کې موندل شوی دی.
هغه زیاته کړه: «دغه کس محمد نومېده، د جوند ولسوالۍ د پیراجي کلي اوسېدونکی و چې شاوخوا لس ورځې مخکې نادرکه شوی و او نن یې مړی د توریانو په سیمه کې موندل شوی.»
سروري د یاد کس مړینه د سړې هوا او د دوو اوونیو مخکې واورې له امله وبلله.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن