ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان کرکټ لوبډله راتلونکې اوونۍ د نړيوالو سياليو لپاره بنګله دېش ته ځي

افغان کرکټ لوبډله راتلونکې اوونۍ د نړيوالو سياليو لپاره بنګله دېش ته ځي

author avatar
6 Feb 2022 - 13:25
افغان کرکټ لوبډله راتلونکې اوونۍ د نړيوالو سياليو لپاره بنګله دېش ته ځي
author avatar
6 Feb 2022 - 13:25

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سلواغې په ۲۳مه په درېیو نړیوالو یوه ورځنیو او دوو نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د ګډون لپاره له قطره بنګله دېش ته سفر کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د یاد مطلب په بیانولو سره وايي چې دغه لوبې به د کب په څلورمه پیل او د همدغې میاشتې تر ۱۴مې به دوام وکړي.

سرچينه زياتوي چې په یادو سیالیو کې د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ یا د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شاملې دي چې هره یوه به یې د کب څلورمه، ۶مه او نهمه د افغانستان پر مهال د سهار ۹:۳۰ بجې د یاد هېواد د چټوګرام په ظهوراحمد چودري لوبغالي کې پیل شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دوو نړیوالو شل اوریزو سياليو لومړۍ لوبه به د کب په ۱۲مه او دویمه لوبه د همدې میاشتې په ۱۴مه د یاد هېواد د ډهاکې په شېري بنګله کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او هره لوبه د افغانستان پر مهال د ماسپښین ۱:۳۰ بجې پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، یادې دوه نړیوالې شل اوریزې سیالۍ هم د ۲۰۲۲ کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره کېږي چې په یاده بڼه کې د درجه بندۍ په پرمختګ کې هم شاملې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وایي: «له بنګله دېش سره مو د یادو سیالیو د ترسراوي په ډګر کې غوره خبرې درلودې، ترڅو د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ ترسره شي. له شک پرته چې د بنګله دېش لوبډله یوه ښه لوبډله ده، خو مطمین یم چې افغان اتلان به په یادو سیالیو کې هم له ځانه ډېره غوره وړتیا په ډاګه کړي.»

هغه زياتوي چې افغان لوبډله به د روانې سلواغې په ۲۳مه له قطر څخه بنګله دېش ته سفر وکړي او له لوبو وړاندې به د یاد هېواد په «سېلهېټ ښار» کې د لوبو لړۍ تر پیل پورې خپل تمرینات ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ سیالیو په ترڅ کې د ایرلنډ او نیدرلنډ پر وړاندې دوه لوبلړۍ ترسره کړې چې دواړه یې ګټلې او اوسمهال له شپږو لوبو څخه د ۶۰ نمرو په تر لاسه کولو سره د جدول په پنځم مقام کې ځای لري.

Views: 56

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.