لښکرګاه (پژواک ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): د هلمند مسوولین وايي چې د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د زړې مرمۍ په چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او بل ټپي دی.
د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ راشد، پژواک خبری اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار کابو لس بجې د سنګين د لیوا پترکو غونډۍ کې رامنځ ته شوې ده.
ده زياته کړه، پېښه هغه مهال شوې چې دغو ماشومانو ناچاودلې مرمۍ ټکولې چې له امله يې يو ماشوم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی.
نوموړي د دغه ولایت له اوسېدونکو وغوښتل چې د شکمنو شيانو او توکو په ليدو او پيدا کولو سره دې امنيتي کسانو ته خبر ورکړي ترڅو د دغه ډول پېښو مخه ونيول شي.
څو ورځې وړاندې هم په ګرشک ولسوالۍ کې د سربند په سيمه کې د هاوان مرمۍ د ټکولو په چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.
Views: 42
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن