کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۰) د افغانستان بانک وايي، هېواد ته د بشري مرستو لپاره د ۳۲ میلیون ډالرو بله کڅوړه راورسېده.
د افغانستان بانک د یادو څرګندونو ترڅنګ پر خپل ټويټر ليکلي چې دغه بانک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي او په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کوي.
سرچينه زياتوي: «هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، د افغانستان بانک یې ستاینه کوي او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې جاري وساتي.»
د افغانستان بانک د یادو پیسو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
په دې وروستیو کې څو ځلې دې ته ورته د بشري مرستو لپاره نغدې پیسې افغانستان ته راوړل شوې دي.
په تېره زمري میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت له ړنګېدو وروسته، امریکا د افغانستان شاوخوا لس میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه او د افغانستان پر بانکونو یې محدودیتونه هم ولګول.
له همدې امله افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی دی.
د امریکا د مالیې وزارت پنځه ورځې مخکې وویل چې نړیوال بانکونه کولی شي د بشري موخو لپاره افغانستان ته له وېرې پرته پیسې واستوي او مرسته کوونکې موسسې په دولتي ادارو کې د ښوونکو او روغتیایي کارکوونکو تنخواګانې ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP