کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰) د کډوالۍ نړیواله اداره وايي چې په افغانستان له بېځایه شوو سره په بېړنۍ توګه د بشري مرستو لپاره ۵۸۹ میلیون ډالر مرستې ته اړتیا ده.
د ملګروملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې (IOM) تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د تېر کال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته درې میلیونه او ۶۰۰زره افغانان د هېواد دننه او بهر ته کډوال شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې راغلي چې له یادو کسانو سره د بېړنیو بشري مرستو په موخه ۵۸۹ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
سرچینې د یاد سازمان د عملیاتي مرستیال یوګوچي ډینیل له قوله لیکلي چې په افغانستان کې روان کړکېچ بشري اړتیاوې لا پسې ډېرې کړې او د هېواد دننه او د سیمې هېوادونو ته یې د بېځایه کېدو خطر ډېر کړی دی.
یاد سازمان ادعا کوي چې افغانستان اوس مهال د سترې بشري فاجعې په درشل کې دی.
بل لور ته په افغانستان کې د سرپرست حکومت چارواکو بیا- بیا ویلي چې له هېواده دې څوک نه وځي او ډاډ ورکوي چې دلته به یې ژوند او کار تضمین وي.
خو نیویارک ټایمز تېره اوونۍ راپور ورکړى چې د افغانستان له سرحدونو د ورځې له پنځو تر لسو زرو کسان د ایران او پاکستان په ګډون نورو هېوادونو ته ځي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن