ترینکوټ (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): د اروزګان د ولایتي روغتون سرطبیب وايي، د دغه ولایت په ماشومانو کې د شري ناروغي ډېره شوې چې لامل یې په پر له پسې توګه د اړوند واکسین نه پلي کېدل دي.
د اروزګان د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال دا څرګندونې له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وکړې.
هغه وویل، د اروزګان ولایتي روغتون ته راوستل کېدونکي ۷۰ سلنه ماشومان د شري په ناروغي اخته دي او په داسې حال کې روغتون ته وروستل کېږي چې روغتیايي وضعیت یې خراب وي.
دی زیاتوي، په وروستیو څه باندې دریو میاشتو کې دغه روغتون ته ۴۹۱ په شري ناروغي اخته ماشومان ور وړل شوي چې درې تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ده په خبره، که څه هم دوی په روغتون کې د دغسې ناروغانو بېړنۍ درملنه پیلوي خو دا چې ناوخته ور وړل شوي وي، ځينې یې ژوند له لاسه ورکوي.
وطنوال په دې موسمي ویروس د ماشومانو د اخته کېدو لامل په پر له پسې توګه د اړوند واکسین نه تطبیق کېدل بولي.
هغه وايي، که څه هم د هېواد په نورو ولایتونو کې د شري د واکسین کمپاین شوی، خو په اروزګان کې دا کار نه دی شوی چې اوس یې بدې پایلې تجربه کوي.
نوموړی د عامې روغتیا پر وزارت او د روغتیا پر نړیوال سازمان/ WHOغږ کوي چې په ماشومانو کې د شري د ناروغي د مخنیوي په موخه دې په دغه ولایت کې د واکسین کمپاین پیل کړي.
ولایتي روغتون ته په شري ناروغي د اخته راوړل شوو ماشومانو کورنۍ وايي، دغې ویروسي ناروغۍ په ډېرو سیمو کې ماشومان په ډله ییزه توګه نیولي او د هغوی روغتیايي حالت یې خراب کړی دی.
ګلالی د مرکز ترینکوټ اوسېدونکی دی چې خپل شپږ کلن په شري اخته ماشوم یې په ولایتي روغتون کې بستر کړی دی.
نوموړي پژواک ته وویل، په پیل کې نه پوهېده چې زوی یې په شري ناروغي اخته شوی، خو چې وضعیت یې خراب شو او روغتون ته یې راوست نو ډاکټرانو ورته وویل چې د شري په ناروغي اخته شوی دی.
دی وايي، د ولایتي روغتون ډاکټرانو ورته ویلي چې ماشوم د ښې درملنې لپاره د کندهار میرویس روغتون ته بوځي، څکه حالت یې اندېښمنوونکی دی او دلته یې د درملنې امکانات نشته.
هغه زیاتوي، دا یوازې د ده زوی نه دی چې په دې ناروغي اخته شوی، بلکې د کلي ډېر ماشومان شري نیولي او روغتیايي مرکزونو ته بیول شوي دي.
نوموړی هم له روغتیايي چارواکو غوښتنه کوي چې د شري ویروسي ناروغي د مخنیوي لپاره دې په دغه ولایت کې د واکسین کمپاین پیل کړي.
د اروزګان ولایتي روغتون یوازینی سل بستریز روغتون دی چې د مرکز ترینکوټ تر څنګ د ولسوالیو ناروغان هم ورته راوستل کېږي.
د اروزګان والي حاجي دعوت څو ورځې مخکې له دغه روغتون څخه د لیدنې پر مهال د عامې روغتیا ریاست له چارواکو وغوښتل چې د روغتیايي ستونزو د حل او د ولس د هوساینې په موخه لازم اقدامات ترسره کړي.
Views: 120
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن