کابل (پژواک ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): د لوړو زده کړو وزارت د دولتي پوهنتونونو هغو استادانو ته هېواد ته د بېرته راتګ بلنه ورکړې چې په دې وروستيو کې له هېواده بهر تللي دي.
تر هغه وروسته چې په هېواد کې جمهوري نظام سقوط وکړ او نوی نظام جوړ شو، د دولتي پوهنتونونو ګڼ شمېر استادان له هېواده ووتل.
د لوړو زده کړو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا چې ګران هېواد افغانستان د ټولو ګډ او مشترک کور دی، نو ابادي یې هم زمونږ د ټولو ګډ مسوولیت جوړېږي.
سرچينه کاږي، دا ابادي د تحصیلي نظام له پياوړتیا او ملاتړ څخه پرته ناشونې ده، په همدې منظور د لوړو زده کړو وزارت رهبري د دولتي پوهنتونونو ټولو هغو استادانو ته د بېرته راتګ بلنه ورکوي، کوم چې په دې وروستیو کې له هېواد څخه بهر تللي دي.
وزارت د دې ترڅنګ چې له یادو استادانو څخه غوښتي چې د هېواد د ابادۍ او سرلوړۍ لپاره خپلو سپېڅلو دندو ته راستانه شي، ژمنه کړې ده چې له یادو استادانو به هر اړخيز معنوي او اقتصادي ملاتړ وکړي او د پخوا په څېر به ټولې اسانتیاوې ورته چمتو کړي.
سرچينه وايي، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د نویو استادانو د ګمارنې لپاره بستونه هم اعلان کړي دي، نو له هغو بهر مېشتو افغان کادرنو څخه هم غوښتنه کوي چې د تحصیلي نظام د غښتلتیا او پرمختګ په موخه په دولتي پوهنتونونو کې د استادۍ مقدسې دندې ترسره کولو په خاطر ذکر شویو بستونو له لارې یاده دنده ترلاسه کړي او د هېواد د بچیانو د روزنې په موخه خپلې علمي هڅې وکړي.
سرچينه زياتوي، د لوړو زده کړو وزارت مسوولین پرته له توپیري چلنده د خپلو داخلي او بهر مېشتو افغان کادرنو ملاتړ ته ژمن دي او دا خپله ایماني وجیبه بولي، چې هېواد ته د یادو علمي کادرنو بېرته راتګ ته زمینه برابره کړي او پر اقتصادي ملاتړ سربېره هر اړخيز سهولتونه ورته برابر کړي.
د لوړو زده کړو وزارت استادانو ته ډاډ ورکړی چې پرته له کومې اندېښنې خپل وطن ته راشي او خپله انرژي د هېواد او تحصیل په ترقۍ او ابادۍ کې مصرف کړي.
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن