غزني (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني امنیتي چارواکي وايي، یوه ځوانه نجلۍ یې له تښتوونکو ژغورلې او خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یوه میاشت مخکې یوه کس د خوست له ګربز ولسوالۍ څخه یوه ځوانه نجلۍ د غزني اندړو ولسوالۍ ملا نوح بابا سیمې ته راتښتولې وه او همدلته یې د خپلوانو کره ساتله.
هغه زیاته کړه، له هغه وروسته چې امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه معلومات تر لاسه کړل، په سیمه کې یې عملیات وکړل چې په پایله کې یې نجلۍ وژغورل شوه او په تړاو یې تښتوونکی او د کور څښتن ونیول شول.
دی وايي، نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې او د پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.
د ده په خبره، له لومړیو څېړنو ښکاري چې تښتوونکي نجلۍ د کورنیو شخصي ستونزو له امله تښتولې وه.
هغه په دې اړه معلومات ور نه کړل چې تښتوونکي له نجلۍ سره څه اړیکه لرله.
خو ده یادونه وکړه چې نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه به وروسته معلومات خپاره کړي.
له دې مخکې هم په غزني کې د تښتونو ورته پېښې شوې وې چې په تړاو یې څو کسان نیول شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP