کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۰): د هالنډ عمومي څارنوالي وایي، د هغه ۷۶ کلن افغان الاصله هالنډي محاکمه چې په اتیایمه لسیزه کې په افغانستان کې پر جنګي جنایاتو تورن دی، راتلونکې اوونۍ د هالنډ په لاهه ښار کې پیلېږي.
د هالنډ لویې څارنوالۍ (Netherlands Public Prosecution Service) د یاد مطلب ترڅنګ لیکلي چې تورن کس په ۱۳۶۲- ۱۳۶۹ کلونو کې د کابل د څرخي پله د زندان قوماندان او د سیاسي امر په توکه دنده ترسره کوله.
سرچینه د یاد کس له نوم پرته لیکي: «د هغه په مشرۍ د افغانستان د هغه وخت رژیم مخالفین له عادلانه محاکمو پرته تر سختو شرایطو لاندې د ډېرې مودې لپاره په زندان کې ساتل کېدل.»
سرچینه زیاتوي چې د یاد کس محکمه د سلواغې په ۲۷مه پیلېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد کس په ۲۰۱۹ کال په کرکراده لیمبورخ (Limburgse Kekrade) ښار کې د هالنډ پولیسو د نړیوالو جنایتونو د څېړنې ډلې له خوا نیول شوی و.
سرچینه زیاتوي چې یاد تورن هغه مهال په یاد ښار کې اوسېده چې په ۲۰۰۱ کال کې له افغانستانه هالنډ ته لاړ او وروسته یې د هالنډ تابعیت واخیست.
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن